کوچینی بوش له پخوانه زیات کوچینی تره دامریکائیانوپه منځ کې !
ژباړونکی : (عزیزاحمدخوارمل) ژباړونکی : (عزیزاحمدخوارمل)

داسی لیدل کیږی چې دامریکی ددولت چارواکې لاتراوسه ښه ندي پوهیدلي چې نه یوازی دنړی عمومی لړلید بلکی دمتحده ایالاتوخپله خلک هم نورددی لویو اوسترودرواغواو د هغوی د"گوبلزډوله"  پروپاګندی میتودونوباندی چې دعامه خلکودفکرونودغولولواوتیروتنودپاره کارځینی اخلي،اودغه مسئله خلک یې ډیرپرشانه اوقهرجن کړي دي ،چې نورخلک دخپلوچارواکوپه خبرواوتبلیغاتوباندی هیڅ باور نه کوي .

دحقیقتونوپټول اوهغه اغراق آمیزه مسائل چې  دفرهنګی اوپروپاګندی مطالباتوخپریدل په غربی رسنیوکښې  اودامریکی په ټولنه پوری اړه لري اوهغه د"هیلواوارزوګانود ټاټوبی "او"دخپلواکی او آزادي دزانګو" ترسرلیک لاندی  دغسی نومول کیږی اوپه همدی ډول وویل کیږی تربل هروخت نن ډیرنابرابره،ناانډوله اوخطرناکه دی اوپه ژوره ټوګه ترسوال لاندی راغلی دی .

په دغه په ښکاره"اتوپياي" وګړني ټولنه کی هرومرو نن باید وویل شی چې هغه د«وګړني اوانسانی حقونواواخلاقو په مسلخ » اوښتی دي ،موخي،وسیلي رابرسیره کوي اوپه ګوته کوي، همدارنګه ظاهرآ اوپه ښکاره ډول ودموکراتیکواوومشروع موخوته درسیدلودپاره دغیردموکراتیکواونامشروعومیتودونواولارو

چاروڅخه کاراخیستل کیږی . 

په رښتیا سره"خپلواکي" او" انساني اووګړني حقونه "  هرکله اوهروخت،خصوصآ وروسته دسپتامبردیوولسمی (۱۱می) نه دیوی ایدیالوژیکې وسیلی په ټوګه سره  دخپلوجګړیزوموخواودزبرځواکی سیاستونواوسترواک په خاطرچې یوازی دنړی دیوسترځواک  په توګه تبدیل شوی دی په  کار وړي  اواستعمالوي یې .

ددی هیوادمشران اودولتی چارواکی په خوشی شعارونواوپه بی ځایه اودرواغواوهلوسره وخلکوته، هلی ځلی کوی  چې ځانونه په ځپل هیواداوپه نړی کې  دخپلواکی اودآزادی  دبنسټ ایښودونکی اودانسانی اووګړني حقونوپلویان  وښهيې مګرنن د((جنګ جګړو،ګډوډیواوستروغمیزودپلویانوپه توګه مشهورسوي اونومول کیږی .))

 ددغه سیاستونویوه ډیره برخه یې دلړلیداودنظریاتوپه چوکات کې "د توطئیوسره ملګری" دامنیت دتامینولواودټروریسم سره دمبارزه په خاطررامنځته سوي دي .

نن  دامریکی دسیاسی ادبیاتوپه هکله د ګوت نیونواوافشاګریوږغونه،نه یوازی دامریکی دپلواوسرحداتونه بهراودباندی ،بلکی دامریکی په دننه اوداخل کې دټولنی له منځه نه په ډیر زور اوځواک سره ږغونوته رسیږی .

ټولي دغه ګوتنیونی  دجموررئیس  دپه خپل سراوځانی پریکړواوتیروتنوپه هکله دعراق دجګړی اودده دبی کفایتیوپه هکله  چې نشی کولای دعراق د دی کړکیچن اوګډوډی نه راوځی رامنځته سوي دي ،ځکه دغه جګړی اورامنځته سوی ګډوډی دامریکی وهیوادته  ډیر مالی اوانسانی  تاوانونه یې رامنځته کړي دي چې دغه جګړیزی کړنی (دامریکی دسربازانودوژلوسبب ګرځي اوهغه دجبراوزورسره راغونډسوي  مالیه اوپیسی چې دامریکی دخلکوڅخه راټولیږی بی ځایه په عراق کې مصرفیږی).

دگوانتانامو په جیلخانی کې رامنځته شوی رسوایي،د"جورج بوش"اودامریکی دمتحده ایالاتودنوروچارواکودډیروتیروتنوله کبله دی،هغه کړني  چې پدی جلیخانی کې ترسره سوي دوي اقراریې پري وکړل اودایې هم په ښکاره توګه وویل غلط اطلاعات ددی باعث وګرځیدی چې پرعراق باندی نظامی یرغل صورت ونیسی ،اوهمدارنګه وامنیتی چارواکواووکارکوونکوته امرسویدی چې دخلکوتیلیفونی اړیکی دی ترکنترول لاندی راولي اوددوي خبراتري دي واوري  چې دغه ډیر ښه ډولونه ددغوسیاستونونه دی چې ددی هیوادجمهوررئیس اودولتی چارواکی دخپلوموخواومشخصوهیلودلاسته راوړلولپاره کار ځینی اخلی ، چې میشته خلک   په ظاهره د نړی په یودموکرات هیوادکې څرنګه ژوندکوي .اود دموکراسي داصولو پیرزوینه په رښتنی توګه پرخپلوخلکو باندی په هیڅ ډول نلری    . 

که ددی هیواد ددولتی چارواکووخبرواووکړنوته په یولږ ډول سره ځیرسووبه وینم چې څوني نیمګړتیاوي،تفاوتونه،نابرابری  اومحدویتونه یې په سیاسی جوړښت کې سته،چې په ښکاری اوظاهری توګه مدرن اودتیروتنی بڼه لری ،دپوهیدلواوپیژندلووړدی  .  "جورج دبليوبوش" مشهورپه کوچینی بوش اویا دبوش  زوی (په دی دلیل چې دخپل  پلاردامریکی پخوانی جمهوررئیس دنوم سره یوشان دی  ) دتیرکال دمنی په وروستیوشپواوورځوکښې په یوه وینا کې دعراق دسراسری ټول ټاکنی په هکله یې وویل ،چې پردی هیوادباندی دیرغل پریکړه دغلطواطلاعاتو،دغیرواقعی اوددرواغوپربنسټ دغه یرغل صورت وموند اوداتیروتنی یې ومنل .

دامریکی جمهورئیس  همدارنګه څوورځی وروسته د "پي‌بي‌اس "دتلویزیون سره په خبراتروکې یې ومنل چې بیله دمحاکمی داجازی اخیستنی نه دخپلوخلکواوداوسیدونکودتیلیفونی خبراترواوریدل اودانټرنیټی اړیکوکنترول دی ،په زغرده سره کنترول سی ،اودغه کاریې  هم ومنل  چې دانیتی چاروپه خاطردغه امریې هم ده په خپل سر صادرکړی او  ورکړی یې دي .

 ددغورسواییو وروسته  دګوتنیونو،اعتراضاتواودعکس العملونو ډیری څپی  دعادی خلکوپه منځ کې رامنځته اوجوړ سوي دي  .   

دغه عکس العملونه په دی اندازه سره ووچې "جرج بوش" ودی ته یې غاړه کښیښوده چې دچوپتیا سیاست یې ډیره موده مخته نیولی ووبیرته دغه چوپتیای یې مات کړ اودهیواددخلکودعمومی تیروتنواوغولودپاره دمعمول په ډول دخپل سیاسی کړنلاری دپیل کیدوپه خاطر توضیح کړی اووهغه ته یې منطقی ،مثبت اوضروری بڼه ورکړاوهمداسی یې توصیفه وي اوتعریفه وي  یې .

اوس مهال اوپه دا نن کې دغه بدنامی اورسوایی دشرم اودبی ننګی نه ډکې کړنې ډیرتره ترنورووختونونه دجورج بوش اعتبار،حیثیت اوکریډت یې ټیټ اورالږکړی یې دي اودی یې ترډیرفشارونولاندی راوستي دی اوس وخلکوته دبی باوره اود بی اعتماده سړی په توګه کرځیدلی دی .

دعراق دجګړی په هکله ناسمه اطلاعات :

دالشرق الاوسط دورځپاڼی انټرنټی سایت چې دلندن نه خپریږی وي لیکل:دامریکی ددولت داستازوپه غونډه کې،استازو ټینګاروکړچې "جورج بوش" دامریکی ددولت رئیس اودده نورجګپوړی چارواکې پرغراق باندی دیرغل،امنیتی  اسناداوپټ محرم اطلاعات یې  وکنګری ته ندی ورکړی اوپه دی هکله یې وکنګری ته ګزارش ندی ارایه کړی اودغه ډول اسناداواطلاعات دکنګری دغړوولاس ته ندی رسیدلی .  

دغه ورځپاڼی زیاته وی : دکنګری دموکرات  غړی وایي ، هغه ګزارش چې په څلورلس مخونوکښې دجورج بوش لخواددوی په اختیارکی قرارورکول سوی وو،هغه سی چې ویل کیدل اودکنګری غړی دمخه تریرغل په ۲۰۰۳ م کال کی چې داسناداواطلاعاتوله مخی په جریان کې وي، دهغوپخوانی اسناداواطلاعاتوسره ډیرتوپیر لري .

دغه خلک داسی وایي:بوش اویولږشمیر دده مشاورین دجګړی دپبل کیدونه مخکی یوه اندازه امنیتی اطلاعات اواسنادیی په لاس کې لرل چې موږ ددغوپټواوسری اطلاعاتواواسنادونه  خبر نه وو.   

دانټرنیټی اودتیلفونی خبرو اوریدل اوکنترول :     

د" نيويورك تايمز "ورځپاڼې څه موده مخکی ولیکل: دامریکی ددولت دجمهور رئیس د لارښودنی اوآمرسره سم ددی هیواددمیشتواوسیدونکودتیلیفونی خبراتروداوریدولو اوکنترول کولوکړنی اوس صورت نیسی،اودغـــه کړنـــي اودامریکــــی دسیاســـي شخصیتونواوسیاسي ډلـــو دعمومی افکاراوداعتراضاتـــواود

مخالفتونودستری څپي سره مخامخ سویدی .

دتيلیفونی خبراترواوریدل دانټرنټی اړیکو کنترول کول :   
دبوش دولت دامریکی دملی امنیت وآژانس ته امروکړاواوس دغه سازمان اجازه یې اخیستی دی چې دهیوادد

ټولواوسیدونکو تیلیفونی خبراترواودانټرنټی ټول الکترونیکی پیامونه اودایملیونومتنونه  ترټینګ کنترول لاندی راولي چې  دغه غیر قانوني کړني په هیوادکې دګوتنیون اواعتراضونوډیری  ستری  څپي یې رامنځته کړی دي  .

ګوت نیوونکی دغه حکم اوامریي دمدنی دموکراتیکواصولو پرضداودامریکی د اساسی قانون سره دنقضولواودنه درنښت په سبب اودنوروټولنیزونورمونودتحقق اوتفحض دمحدویتونوخلاف بولی .

دامریکی ددواړوسیاسي ګوندونو واکمن سناتورانوددولت ددغه ډول کړني سره خپل مخالفت یې څرګنده کړی اوویلي  یې دی ددولت ددغه کړني نه به تحقیق صورت ونیسی .

اوهمدارنګه دوي دجورج بوش نه ددی موضوغ په هکله دتوضیحاتو غوښتنه هم کړی ده .

دبوش دغه غیرقانونی  کړني دامریکی دمدني آزادواوخپلواکواتحادیولخوادډیرواعتراضونواو مخالفتونوسره مخامخ سویدی اودتیلیفونی خبراترواوریدل اوکنترول یې  بیله دمحاکمی دقضایي حکم نه دبهرني اوباندنی امنیتی اطلاعاتودنظارت اوهوډ د چوکات نه دباندی غیر قانوني کړني اوداساسی قانون خلاف اوضدیې بللی دی  .    
.
دگوانتانامودجیلخانی  رسوايي‌ :

د آسوشيتدپرس دتیر کال دګزارش پربنسټ : یوه ډله امریکایی  مسیحانو  په  "گوانتانامو" کې دامریکی ویوی سمندری نظامی اډی ته نږدی دبندیانوسره دغبرګون په خاطرچې دامریکی دنظامیانولخواپه دغه جیلخانی کی وهل کیږی،ټکولوکیږی اودوی ته دلته شکنجې ورکول کیږی،په مظاهری لاس پوری کړل اوددی سمندری نظامی اډي درخصتیدواودتشیدوغوښتنه یې کول .

. (۲۲) تنه د" شكنجې ضد شاهدانو "دډلی څخه وویل چې وگوانتاناموته دننوتلو سره سم دبندیانوسره دغبرګون دښکاره کولو په خاطریوازی ددغه جیلخانی اوبه څښی اوبس .

اوهم هلته څومتره دمظاهری دځایه څخه لیری تره دشکنجې ضدفعالینو، "دسیمیز ‌نظامي خطر " دنښان اوسمبول سره نږدی دغه ډلی خپل شعارونه اوپلاکاردونه یې هملته ځای پرځای کړل چې ددغوپلاکاردونوپرمخونولیکل سوی وي :"و شكنجي ته دپای ټکی پریږدی" ،  " دامریکی سمندری نظامی اډه دی ددي ځایه رخصت کړي "  او"بندیان  یې راخلاص اوآزاده کړي ." 

دفرانسی دیوی خپرونې دګزارش سره سم "د اساسي حقوقو مركز " چې دامریکی دحقوق پوهانوڅخه جوړشوي یوسازمان دی دامریکی ددغواعتراض کوونکونه یې ملاتړ وکړ،اودغه د اساسي حقوقو مركزدامریکی ددولت نامشروع کړني یې د گوانتانامودبندیانوپه وړاندی  چې ددوي سره په غیرقانونی ډول کړني   او چلند ترسره کیږی دډیروګوتنیونواواصولي اعتراضونوسره مخامخ کړی دی .

همدارنګه دتیرکال دیوی انټرنټی سایت دیوبل ګزارش پربنسټ دانګلیس  د كانتربري كليساي اسقف اعظم امریکی ته د گوانتانامودجیلخانی درامنځته کولواوجوړه ولوپه نسبت ډیرسخت ګوتنیونی یې وکړي،اوپه ډاګه یې وویل چې وامریکی ته"ډیردشرم اودننګ ځای دی چې  دامریکی دولت غواړي غيرقانوني جیلخانه  قانوني کړی " اوبیا اسقف اعظم دغه جیل (بندی خانی ) یې دنړی د غیرقانونی جیلخانی په نوم ونومول .  

د"روآن ويليامز"دګزارش پربنسټ  وجیلونوته دهغه خلکو وراچول اوبندیانه ول چې مجرم اوګناه ګاره ندی پیژندل سوی اووهیڅ ډول قانونی چاروته دخپل دبرخه لیک دټاکلودپاره دخپل دحقوقونه ددفاع په خاطرهم هیڅ بله لاره اوچاره په لاس کې نلری،دایې په نړی کې دبندیانوپه ساتلوکې یوغیردموکراتیک اوغیرانسانی چلند وباله .  

دكانتربري دكليسا اسقف اعظم وویل : هرهغه دولت چې ددی بندیانودحقوقی حقونونه یې سترګی پټی کړیدی اوددی بندیانودخلاصون دپاره یې هیڅ ډول کړنی یې ندی ترسره کړی،په ډاډسره دایولوی خیانت دی اوددغو ظالمانووخیانت ته دنړی په بله سیمه کښې ښه راغلاست ورته ویل کیږی اودغه غیرانسانی اوغیروګړنی کړني هروخت اوهرکله په نړی کې موجودی وي . 

روآن ويليامزپه دی هکله زیاته کړه: دسیاستونوکارول اوپرخپل ځای دکلیماتووویل ګټورثابتیدی شی اوددغوظالمانه سیاستونوسیاست وال باید دخپل تاریخی خوځښتنواوحرکتونونه وراتلوونکی نسلونوته ځوابونه ووایي . 

په دغه لړ کې "سيدني شيحان"په امریکی دسولی غوښتوونکوکورنیودسازمان بنسټ ایښدونکې،جورج بوش یې دجنګی جنایت کارپه نوم ونوموله اوددی غوښتنوونکی سوه چې جورج بوش دی هم دگوانتانامو په جیلخانی کې بندی کړسی . دغه ښځه خپل زوی یې  دامریکی په جګړی کې په عراق کې دلاسه ورکړی ده .اوپه هغه مظاهری کې چې تیر کال داسپانیی په هیوادکې دامریکی دسفارت په مخ کې جوړشوی وو،وي ویله : هم هغسی چې بوش دالقاعیدی غړی یې دټروریزم په تور دگوانتانامو د جزيری په جیلخانی کې بندیان کړي اوتروهلو،ټکولواوشکنجې لاندی راوستلی دي،بوش اودده ملګري اوهمکاران دي هم دعراق پرضددغیرقانونی جګړی په رامنځته کولواودانسانانوپه وړاندی دجنایت کولوپه تورباید دپرتګال د "آزورس" په جزايروکښې وجیلخانی ته ورواچول سي .

دغه امریکایی مور وویله:دامریکی خلک باید دخوبه راویښ سي ځکه دامریکی برخه لیک په عراق کې بدتر ه ترویتنام  دی  .

"شيحان "

  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.

 
مسایل بین المللی